دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 194159
هلمندی: د زراعتي هیواد خلک زراعت نه خوښوي!
د کرهڼي او پراختیا په برخه کي د ولسمشر سلاکار وايي، هغه کسان چي د زراعت په برخه کي کار یا زده کړي کوي؛ د زراعت له نوم سره جوړ نه دي او پر ځای يې طب او انجنیري ته ډېر اهمیت ورکوي. نوموړی وايي دغه کار د دې لامل سوی چي د خلکو زړونه له زارعت څخه تور سي او نوښتونه او تحقیقات پیکه پاته سي.
عبدالحمید هلمندي دغه خبري نن دوشنبه په کندهار ولایت مقام کي یوې غونډي ته وکړې چي د زراعتي سکټور اړوند مسؤلینو او د زراعتي علومو محصلینو هم ګډون کړی و.
هلمندي وویل چي په تېرو څو کلونو کي په افغانستان کي زیات شمېر خلکو د ډګرۍ له پاره درس ویلی او متوقع پرمختګونه او نوښتونه يې نه دي کړي.
هغه وايي؛ دا زراعت دی چي د هیواد اقتصاد او صادارتو ته پرمختګ ورکوي او د ټولني د اړتیا مطابق غذائي مواد برابروي. ده د بېلګي په توګه وویل چي پخوا د میدان وردګ خلکو سېب نه پېژندل، خو د پوهنتوني تحقیقاتو او څېړنو په پایله کي نن میدان ورګ د سیب د تولید تر ټولو بهترین مرکز دی.
ده په کندهار کي د زراعتي علومو اړوند محصلینو او استادانو ته وویل چي د زراعت د پرمختیا له پاره باید د کروندګرو، خصوصي سکټور او د زراعت د برخي له فعالانو سره اوږه په اوږه کار وکړي او په دې بخش کي پر نويو مسایلو باندي تحقیق وکړي.
د هلمندي په وینا په افغانستان کي ۴ ملیونه هکټاره مځکه بې استفاده پاته ده او شاوخوا ۷۵ فیصده اوبه د باندي وځي. دغو ټکو ته په اشاره، نوموړي وویل چي د پوهنتون غړي او محصلین باید لابراتوارونو کي ریسرچونه وکړي، ظرفیتونه په نښه کړي او حللاري وړاندي کړي؛ تر څو اوبه راوګرځول سي او بې کښته مځکه وکرل سي.
هلمندي د دهلې بند د لوړولو، د زراعتي مځکو د ایجاد او د بند د لوړولو له امله زیان منونکي کورنیو ته د مځکو ورکولو په اړه هم خبري وکړې او په دغه برخه کي يې د خلکو د هغو نظریاتو چي په تېرو څو ورځو کي له ده سره شریک سوي؛ مننه وکړه.
په غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات هم د کندهار د زراعت د اهمیت په اړه خبري وکړې او ویې ویل چي ۸۰ خلک يې په زراعت بوخت دي. نوموړي وویل چي د باغدارۍ له پاره يې هڅي زیاتي کړي چي د دهلې بند پروژه يې ښه بېلګه ده. هغه وايي، د دغه پروژې په عملي کېدو سره به ۶۵ زره هکټاره زراعتي مځکه ایجاد سي، برېښنا سټېشن او د څشاک اوبه به برابري سي او همدا راز به د دهلې بند ارتفاع لوړه کړل سي.
نوموړي له اړوند ادارو څخه غوښتنه وکړل چي پروژه په ښه ډول تطبیق کړي او راولاړېدونکو ستونزو ته د حللار په ګوته کړي.
https://avapress.com/vdcene8zojh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته