دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 194162
د کنړ د والي ویاند، عبدالغني صمیم څرګندوي چي پاکستاني پوځيانو تېره ورځ پر کنړ بریدونه پیل کړي دي او افغان ځواکونو هم ورته ځواب ورکړی دی.
ښاغلی صمیم زیاتوي: “په دغو بریدونو کي درې ښځي وژل سوي دي او یو سپین ږیری، یوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان سوي دي. په ناړۍ ولسوالۍ کي د ملکي کسانو پر کورنو توغندي لګېدلي دي.” هغه زیاتوي چي د پاکستاني پوځیانو بریدونه لا هم دوام لري.
د والي ویاند همداراز بیانوي: “د پاکستاني پوځیانو بریدونه تېره ورځ کابو درې بجې پیل سول او د ماښام تر اوو بجو یې دوام درلود. دا بریدونه نن سهار اته بجې بیا پیل سول او تر اوسه هم دوام لري.”
د هغه په وینا چي پاکستان پوځیان ناړۍ وسلوالۍ ته نېږدي سیمه کي د تازه پوستو د جوړولو په هڅه کي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي چي د پاکستاني پوځیانو د بریدونو مخنیوي له پاره به سیمي ته لا ډېر افغان پوځیان واستول سي.
په همدې حال کي د هېواد ولسي جرګې د ګډي خبرپاڼي په خپرولو سره دغه بریدونه غندلي او د پاکستاني پوځیانو د بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
خبرپاڼي همدا راز له حکومت، امریکا متحده ایالاتو او نړیوالي ټولني غوښتل سوي دي چي دغو بریدونو ته دي “جدي” پام وکړي او ستونزه دي هواره کړي.
https://avapress.com/vdciq5azrt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته