دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 194165
روسیې د افغانستان او تاجکستان په پوله کې ایس ۳۰۰ توغندويي سیستم ځای پر ځای کړ
د روسیې دفاع وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان پولې ته څېرمه په خپله بوځي اډه کې ایس – ۳۰۰ (S-300) له مځکې څخه هوا ویشتونکی توغندويي سیستم ځای پر ځای کړی دی.
د روسیې پوځي اډه د افغانستان پولې ته نژدې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریت تاجکستان کې ده. روسي پوځیان په دې اډه کې په پیل کې د طالبانو او نورو سختدریځو د مخنیوي په پلمه او اوس د داعش د مخنیوي په نوم ځای پر ځای دي.
د روسیې پوځ د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ وویل چې د روسیې له مرکزي برخې څخه یې تاجکستان ته دېرش کسیز ټولی له پوځي وسایطو سره لېږلی چې په تاجکستان کې د روسي پوځیانو اډه له حملو وساتي.
دې هیواد همداراز ویلي چې د افغانستان پولې ته د ایس – ۳۰۰ توغندويي سیستم د لېږلو هدف هم د ټولې منځنۍ اسیا د دفاعي ظرفیتونو زیاتول دي.
دا لومړی ځل دی چې روسیه د افغانستان په پوله کې، چې د ناټو او امریکا پوځیان پکې دېره دي، خپل تر ټولو پرمختللی دافع هوا سیستم ځای پر ځای کوي.
په افغانستان او نورو هیوادونو کې ترهګرې ډلې هوايي ځواک او پرمختللي توغندي نه لري.
روسیې په وروستیو کې د افغانستان په مسله کې لېوالتیا زیاته کړې ده. څو پړاوه یې د افغانانو ترمنځ د خبرواترو کوربه توب وکړ او تېره اوونۍ د افغانستان پر سر د څلوراړخیزې غونډې کوربه و.
https://avapress.com/vdcb0ab8srhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته