دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 194166
پاورلفټنګ لوبو کې افغان لوبغاړي د سروزرو مډال ترلاسه کړ
مسکو کې افغان لوبغاړي، بهامین رحيمي د پاورلفټنګ اتلولۍ نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دغه لوبې چې تېره شپه(د لړم په ۵مه نېټه) ترسره شوې او ښاغلي رحیمي د ۶۷کیلوګرام وزن کې د سرو زرو مډاله په ترلاسه کولو بریال شو.
په دغو سیالیو کې ۳۵۷ ورزشکارانو ګډون درلود چې له ډلې یې (ډلیو پي اې) سازمان افغان لوبغاړی د سرو زرو د مډال ګټونکی اعلان کړ.

بهامین رحیمي په مسکو کې پر زده کړو بوخت دی.
نوموړي له دې مخکې افغانستان کې هم د (مردان آهنین) سیالیو کې ګډون کړی چې په وار وار یې لومړۍ مقام خپل کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcce0qse2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته