دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 194183
ولسي جرګې د اوسپنې پټلۍ د قانون طرحه تصویب کړه
د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون د اوسپنې پټلۍ د قانون طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړه.

د ملي اقتصاد کمیسیون ویلي، چې د سیمې او نړۍ له اوسپنې پټلیو سره د افغانستان د نښلولو لپاره دا قانون ډېر مهم دی؛ خو په ځینو مادو کې یې تعدیلات راغلي دي.
د ملي اقتصاد کمیسیون غړی محمد هاشم فاریابي زیاته کړې، چې  د دغه قانون په طرحه کې تعدیلات راغلي او په اړه یې یوولس کمیسیونونو خپل اندونه وړاندې کړي او توپیري څه په کې نه ول او دا د ولسمشر تقنیني فرمان دی.   
د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون غړي عبیدالله کلیمزي څرګنده کړې؛ د سوداګریزو محاکمو د تعدیل او زیاتولو د قانون طرحه ولسي جرګې ته استول شوې، چې په اړه یې پرېکړه وشي.               
د ولسي جرګې د اورګاډو د پټلیو د قانون طرحه رایی اچولو ته وړاندې کړه.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني  ویلي؛ د حکومت د اوسپنې پټلۍ د قانون طرحه په یوولس څپرکو او اته پنځوس مادو کې رای اچونې ته وړاندې شوه، چې په یوه تقنیني فرمان کې ولسي جرګې ته لیږل شوې ده.
په پای کې ولسي جرګې د اوسپنې پټلیو د قانون طرحه په غوڅ اکثریت تصویب کړه؛ خو ولسي جرګې د سوداګریزو محاکمو د اصولو طرحه، چې په تقنیني فرمان کې ولسمشر وړاندې کړې وه؛ رد کړه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwab8frhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته