دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۵۱
د مطلب کود : 194189
۲ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی
هرات ښآر مرکز کې د یو چاودنې له امله دوه تنه وژل شوی او ۷ تنه نور د یو ښځي په ګډون ټپیان شوی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-هرات: دا پیښه نن ماښام ۶:۰۰ بجی د هرات ښار غربی دروازه بازار کې رامنځته شوی دی.
جنرال امین الله امرخیل د هرات امنیه قوماندان ددی پيښی په تایید سره وایی: لومړنۍ څیړنې ښیی چی یو انتحاری کوونکې چی ځان سره چاودیدونکې توکی لیږدول او یو سیمی یو تکیه باندی برید قصد درلود، هدف ته رسیدو نه مخکې چاودنه کړی دی.
هرات امنیه قوماندان وایی چی امنیتی سرتیری د مخکنۍ راپورونو له مخکی په سیمه کې مستقر شوی وو او چاودیدونکې توکو لیږدونکې د پولیس په لیدو سره ځان ته چاودنه ورکړی دی.
عینی شاهدان وایی چی د چاودنې مخکې یو کس لیدلی چی د بدن څخه یی د اور جرقه راپورته شوی او وروسته چاودنه کړی دی.
په همدی حال کې داکتر محمد ابراهیم محمدی د هرات آمبولانس مسئول وایی چی ددی چاودنې له امله تراوسه ۷ تنه ټپیان شوی او یو تن وژل شوی و روغتون ته لیږدول شوی او یو بل متلاشی جسد لیږدولو په حال کې دی.
ددی پيښی مسئولیت تراوسه هیڅوک په غاړه نه دی اخیستی.

 
https://avapress.com/vdch6knzw23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته