دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 194203
دجمهور رئيس سترسلاکار:په پوهنتونوکي زراعتي پوهنځی بايدپه تحقيقاتي مرکزونو بدلي سي
عبدالحميد هلمند په کندهار ولايت مقام کي د دهلې بند د ظرفيت لوړوني او د کرهڼي د پياوړتيا په موخه جوړه سوې غونډه کي وويل، افغانستان سره له دې، چي پرېمانه د کښت اوبه لري خو لاهم په ډيرو برخو کي مصرفي او واريداتي هيواد دی. په غونډه کي کندهاروالي حيات الله حيات د کندهار په زراعتي پياوړتيا کي د دهلې بند د جوړېدو پروژه مهمه وبلل او په دې برخه کي ئې د ژر او عملي کار غوښتنه وکړه.

د کرهڼي او پرمختيا په برخه کي د جمهور رئيس ستر سلاکار عبدالحميد هلمندي کندهار ته د خپل سفر په درېيمه ورځ د ملي سوداګرو، صنعتکارانو، په کندهار کي د افغانستان د زراعتي پوهنتون او کندهارپوهنتون له مسؤلينو او محصلينو سره د کندهار پر زراعتي پياوړتيا او د اوبو پرمهار خبري وکړې.
عبدالحميد هلمندي وويل، د ټولو پوهنتونو زراعتي پوهنځی بايد له دې وروسته په تحقيقاتي مزکزونو بدلي سي، ځکه په وينا ئې افغانستان اوس له علمي اړخه د زراعت کادرونه لري نو اړينه ده، چي په عملي برخه کي ځيني کارواخيستل سي.
هغه وويل نوربايد موږ په زراعتي برخه کي له مصرفي او واريداتي حالت څخه راووزو او دولت هم دې ته ملاتړلې، چي ټولي تلونکي اوبه مهار کړي او دلته ئې پر خپلو کروندو ولګوي.
کندهاروالي حيات الله حيات بيا د دهلي بند پروژه له زراعتي پلوه د کندهار لپاره ترټولو لويه او مهمه وبلل په وينا ئې کندهاريان له ډيره وخته د دې پروژې د عملي کار د شروع کېدو انتظار باسي.
هغه د دې پروژې د ژر او عملي کار د پيل غوښتنه وکړه.
د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ ملي او د کندهار پوهنتون رئيسانو وويل دوئ اوس د محصلينو پر تحقيقاتي کار ټينګار کوي او په دې برخه کي ئې چټک ګامونه اخيستې دي.
هغوئ د تحقيق په برخه کي د ځيني ستونزو يادونه وکړه او دهغوئ د حل غوښتنه ئې وکړه.
کندهار د افغانستان يو له زراعتي ولايتونو دی خو زراعتي محصولات او مېوه جات ئې هر کال په نيمه بيه په کور دننه پلورل کيږي، چي ښه مثال ئې اوسني انار دي، چي دلته په تڼو پراته دي او د لوړ ټکس له امله نږدې هيواد پاکستان ته هم نه وړل کيږي، چي کروندګر او سوداګر په دې برخه کي تر بل هرچا دولت ته ډېره ګوته نيسي او د هوايي دهليزونو پيلول يوازي نمايشتي اجرات بولي.
 
https://avapress.com/vdce7e8zxjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته