دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 194204
هرات کې پر ملکي وګړو ځانمرګی برید سوی
هرات ښار کې تېر ماښام یو پلي ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړې، چې یو تن په کې وژل شوی او اته تنه نور ملکي وګړي پکې ټپيان دي.
دهرات امنیه قومندان وايي، بریګر غوښتل چې د دویمې حوزې اړوند ساحه کې د امام هادي تکیه خانه کې برید ترسره کړي خو موخې ته تر رسېدو مخکې یې چاودنه کړې.
د هرات د ملکي روغتون مسوولین وايي د پېښې له ځایه یو جسد او اووه ټپیان وروړل شوي چې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده . تراوسه د دغه پيښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcfxjdyjw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته