د ولسمشر ویاند وايي پاکستان دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ناقانونه کړنې ژر تر ژره ودروي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په اړه له ډیپلوماټیکو لارو خپل اعتراض وړاندي کوي. صدیقي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې له کونړ ولایت مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پر ډيورنډ فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري غیر قانوني تحرکات شوي چې د افغان ځواکونو او ولس له خوا یې مخنیوی شوی دی.
د پاکستان تر دې اقدام وروسته د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې ده. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم ویلي، دغه نښته چې دوه ساعته یې دوام کړی، پرمهال یې د پاکستاني سرتېرو د هاوان مرمیو له امله درې مېرمنې وژل شوې او دوې مېرمنې، یو ماشوم او یو بل نارینه ټپيان شوي دي.