دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 194206
افغان حکومت د سولې لپاره نوې تګلاره اعلان کړه
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دغه وړاندیز په هکله وویل چې د افغانستان د جمهور رئیس د سولې وړاندیز یو ټول شموله او یو اساسي وړاندیز دی.
په دغه وړانديز کې د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتل شوي دي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ویستلو وروسته باید له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره برابره کړه. له طالبانو سره اوربند، له پاکستان سره د خبرو مراحل او په دغه هېواد کې د ترهګرو د روزنځایونو بندول، د دغه وړاندیز نورې مهمې مادې دي.
ښاغلي صدیقي وویل “دا یو وړاندیز دی، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدلو لپاره تر ټولو لنډه لار تضمینوي، چې طالبانو سره مخامخ خبرې، اوربند او د اوربند شرط په کې شامل دي”.
ښاغلي صدیقي د دغه وړاندیز د اهدافو په هکله وویل، چې یو هدف یې د سولې په برخه کې د “ملي اجماع بیا تازه کول، د سیمې هیوادونو سره د اقتصادي پروګرامونو له لارې د همکاریو په سر خبرې او په نړیواله کچه د افغان حکومت د سولې له پروګرامونو ملاتړ برابرول” شامل دي.
د افغان حکومت له چوکاټ نه بهر د ځینو سیاسي ګوندونو مشران وايي چې حکومت لا تراوسه ورسره د سولې دا وړاندیز نه دی شریک کړی.
د ملي اسلامي محاذ مشرسید حامد ګیلاني د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۲۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغه وړاندیز په اړه خبر شوی خو لا ورسره شریک شوی نه دی.
ارګ داسې مهال د سولې لپاره خپله نوې تګلاره اعلانوي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه په څلور اړخیز کنفرانس کې له ګډون وروسته د شنبې په ورځ کابل ته ولاړ. هغه د افغان حکومت د مشرانو او افغان سیاستوالو سره د سولې په مسله خبرې وکړې.
د روان میلادي کال د جولاۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بې پایلو پای ته رسیدلو وروسته ښاغلي خلیلزاد په لومړي ځل افغانستان ته سفر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په چین پلان شوي بین-الافغاني مذاکرات ځنډول شوي دي. طالبانو هم ویلي دي چې دوی چین ته سفر نه دی کړی.
https://avapress.com/vdchvknz-23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته