دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 194207
ولسمشرۍ ماڼۍ:ولسمشر غني سولې ته د رسېدو لپاره ۷ماده ییزه تګلاره جوړه کړې
په دې تګلاره کې له امریکا غوښتل شوي چې له افغانستانه له وتو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې چوکاټ جوړ کړي او طالبان د سولې د خبرو له پیل مخکې اوربند وکړي
د بېجینګ په ناسته کې د ګډون کوونکو لېست نهايي شوی، په دې لېست کې محدود شمېر حکومتي چارواکي او ډېره برخه یې سیاسیون او غیرحکومتي کسان دي
کابل –  ولسمشرۍ ماڼۍ وایي ولسمشر محمد اشرف غني سولې ته د رسېدو په موخه یوه ۷ ماده ییزه تګلاره جوړه کړې.په دې تګلاره کې له امریکا غوښتل شوي چې له دې هېواده له وتو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې چوکاټ جوړ کړي.
بي بي سي لیکلي چې په دې تګلاره کې دغه راز له طالبانو د اوربند او د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د روزنې د بندولو غوښتنه هم شوې ده.
د ولسمشر غني له خوا د سولې په جوړه شوې تګلاره کې له امریکا غوښتل شوي چې له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو او له هغې وروسته دغلته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره پلان جوړ کړي.
ولسمشر د دغې تګلارې په دویمه ماده کې له طالبانو غوښتي چې د سولې له خبرو مخکې دوه اړخیز اوربند ومني، هغه کار چې حکومت غواړي پوه شي طالبان یوه واحده رهبري لري او که نه.
له اسلام آباد سره خبرې د دغې تګلارې بله برخه ده، په دې اړه ویل شوي، افغانستان باید پوه شي چې پاکستان ترهګرو ډلو ته پنا ورکول او د هغوی روزنه دروي او که نه.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، دا تګلاره د سولې په موخه د حکومت د هڅو په ترڅ کې جوړه شوې ده.
د حکومت د طرحې د ملاتړ لپاره ولسمشر غني د سیاستوالو، مدني ټولنو، د قربانیانو د کورنیو او د ځوانو مېرمنو او سړیو د استازو ګډه کوچنۍ جرګه وړاندیز کړې چې د څه کم پنځلس هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي به هم پکې وي.
د دغې تګلارې جزییات په داسې حال کې اعلان شوي چې ټاکل شوې وه پرون د چین په پایتخت کې بین الافغاني ناسته شوې وای. ارګ وايي چې د بیجینګ د ناستې د تازه نېټې تر اعلان وروسته به په دغه غونډه کې د ګډوون کوونکو نوملړ هم اعلان کړي.
د ولسمشر ویاند وايي، چې حکومت د بین الافغاني مذاکراتو په هدف چې بیجنګ کې ترسره کیږي، د ګډون کوونکو نهايي لېست چمتو کړی دی.صدیقي وايي، چې په دې لېست کې محدود شمېر يې حکومتي چارواکي او ډیره برخه یې سیاسیون او غیر حکومتي کسان دي.
https://avapress.com/vdciu5azyt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته