دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 194208
پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه:د ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو د اعلان ځنډ بحران رامنځته کولای شي
د انتخاباتو کمېسیون لخوا د لومړنیو پایلو د اعلان په ځنډولو سره به پراخو درغلیو ته زمینه سازي وکړي، د انتخاباتو په کمېسیون کې مدیریتي ضعف موجودی دی کمېسیون ته د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او نورو بهرنیو لوړ پوړو چارواکو ورتګ د اندېښنې وړ دی، دا کار د انتخاباتو کمېسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي
 د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لخوا د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د نېټې له اعلان وروسته پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه وايي، د پایلو زیات ځنډ به بحران رامنځته کړي.
پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو شبکه وايي چې د انتخاباتو کمېسیون لخوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو ځنډ به د بحران ترڅنګ پراخو درغلیو ته هم زمینه برابره کړي.
پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو شبکې غړی عبدالله احمدي او مبین الله ایماق وايي، د لومړنیو پایلو ځنډول هېڅ توجیه نه لري او کمېسیون باید له سیاسي فشارونو پرته هر څه ژر نتایج اعلان کړي.
دوی نیوکه کوي چې په کمېسیون کې مدیریتي ضعف موجود او رسنیو او ناظرو بنسټونو ته په خپل وخت او کره معلومات نه ورکوي.
د دغې شبکې بل غړی حبیب الله شینواری هم وايي، کمېسیون له ۲۰۱۴ کال څخه نیولې تر اوسه انتخاباتي تقویم نقض کړی دی.
پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه وايي، کمېسیون ته د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او نورو بهرنیو لوړ پوړو چارواکو ورتګ د اندېښنې وړ دی او د دغه کمېسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي.
دوی غوښتنه کوي، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې خپل استقلالیت وساتي.
پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو شبکه داسې مهال د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لخوا د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډ په اړه اندېښنه ښيي، چې د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنو پایلو د اعلان نېټه د عقرب ۲۳مه  اعلان کړه او ددې کمېسیون مسوولان وایي، چې نهايي نتایج به د قوس په ۱۵مه اعلان شي
https://avapress.com/vdcjyxevouqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته