کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حضرت امام رضا ع د شهادت په هکله تسلیت ومنئ

7 عقرب 1398 ساعت 11:15


حضرت امام رضا علیه السلام په ۱۴۸ هجری قمری کال کښې په مدینې ښار کښې وزیږید او د ۲۰۳ هجری قمری کال د صفرې دمیاشتې په اخری ورځ شهید کړی شو .
د حضرت امام رضا علیه السلام د ژوند او د امامت وخت  د اهل بیت علیه السلام د عصمت او د طهارت له کورنۍ سره د خلکو د ګروهنې د زیاتیدا او د اهل بیتو د کورنۍ د ولسی اډانیو د پراختیا پړاو وو .
د نړۍ د شیعه مسلمانانو له اتم (۸) امام حضرت رضا علیه السلام سره د خلکو د ګروهنو په زیاتیدا سره عباسی خلیفه «مامون » په یوې (۱) دسیسې جوړولو سره هغه حضرت ته زهر ورکړل او شهید یې کړ .
د اسلامی هبوادونه خلکو د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په شپې بیګا په مشهد کښې دهغه حضرت په سپیڅلی حرم،  جوماتونو ، امامباړو او په قم کښې په حضرت معصومه سلام الله علیها په سپڅلی حرم کښې په شتون سره ویر او ماتم وکړ .
د افغان خبری آژانس  د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت ټولو مسلمانانو ، د نړۍ نورو ازادو غواړو او په تیره بیا تاسو ګرانو لوستونکو ته تسلیت وایی .


د مطلب کود: 194209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194209/د-حضرت-امام-رضا-ع-شهادت-په-هکله-تسلیت-ومنئ

آوا
  https://www.avapress.com