دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 194210
سعودی عربستان د یمن پرضد بریدونه زیات کړی دی
دیمن په شمال او لویدیځ باندې د تیریګرو هیوادونو په تیرې ورځې هوایی بریدونو کښې ګڼ شمیر ملکی وګړی وژل شوی او ژوبل شوی دی .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل تیریګرو هیوادونو پرون د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو څه د پاسه څلویښت (۴۰) ځله هوایی بریدونه وکړل  او زیاتې حملې په شمال کښې په صعده ولایت شوی او په لویدیځې کښې په الحدیده ولایت هم درې (۳) ځله بریدونه وشول او له کبله یې یوشمیر خلک مړه او ژوبل شول .
هغه وویل د تیریګرو هیوادونو جنګی الوتکو په الحدیده بندر کښې د کب نیونکو په کشتیو درې(۳) ځله بمبارې وکړې خو مرګ ژوبله یې نه لرله .
دغه راز د یمن د انصار الله غورځنګ مشر  عبدالمالک الحوثی د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړی استازی مارټین ګریفیتس سره په کتنې کښې د یمن پرضد د سعودی عربستان دجنګ او د کلابندۍ د ختمیدا غوښتنه وکړه .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثی او د ملګروملتونو ځانګړی استازی مارټین ګریفیتس په دغه کتنې کښې د تیریګرۍ په کامل ډول د بندیدا ، د کلابندۍ د ختمیدا او په بیلابیلو سویو د انسانی مسائیلو په حل کیدا ټینګار وکړ .
https://avapress.com/vdccs0qsx2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته