د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وايي، د حکومت له لوري د سولې لپاره د جوړ شوي پلان اصلي موخه د طالبانو منحلول دي.
غني د امریکا د سولې انستیتیوت له غړو سره په خپله لیدنه کې د افغان سولې لپاره د حکومت په طرحو او پلان خبرې کړې او په دې برخه کې د حکومت له لوري په چمتو شوي اووه ماده ییز پلان غږېدلی.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « جمهوررئیس غني د باعزته او پایداره سولې د تامین په خاطر د افغان حکومت اووه ماده ییز پلان د تشریح ترڅنګ وویل، د یاد پلان موخه دا ده چې په حکومت کې ظرفیتونه پیاوړي او د طالبانو د ادغام لارې ولټول شي، دغه راز د لومړیتوبونو په ځانګړي ډول د هغو لارو چارو پر عملي کولو چې د ولسوالیو په کچه شخړې له منځه وړي، کار وشي.»