دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 194214
زلمي خلیلزاد له عمران خان سره لیدلي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی.
د «ایکسپریس ټریبون» ورځپاڼې د راپور په اساس، په دې لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان سولې او پخلاینې ته د خپل هیواد ژمنتیا تازه کړه،  په دې برخه کې یې د پرلپسې هڅو ژمنه وکړه او د طالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو  مذاکراتو په بیا پیل یې ټینګار وکړ.
راپور زیاتوي « خان له خلیلزاد په لیدنه کې د افغانستان د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د  تشدد د کمولو لپاره دې اړین ګامونه واخلي».
زلمی خلیلزاد چې څو ورځې وړاندې په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی وو، دلته یې د ګډ حکومت د رهبرانو په ګډون له یو شمېر سیاسیونو او افغان چارواکو سره لیدلي وو.
د سیاسیونو له قوله، خلیلزاد د طالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پيل او د بهرنیو بندیانو په بدل کې د طالب زندانیانو د تبادلې په موخه کابل ته راغلی وو.
https://avapress.com/vdcgqt9qtak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته