د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د مودې غځېدو غوښتنه کړې ده.
پیډرسن د سوریې د اته کلنې جګړې ختمولو لپاره پر یوه سیاسي بهیر ټینګار کوي. پیډرسن ویلي، نن به د ترکیې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ژنیو کې وګوري.
دغو درې هېوادونو د سوریې په جګړه کې عمده رول لوبولی دی.
دا لیدنه د سوریې د اساسي قانون د کمېټې تر لومړنۍ غونډې دمخه کیږي.
پر همدې مهال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، چې کرد ځواکونه لا په بشپړ ډول د سوریې له شمال ختیځه نه دې وتلي.
د دې سیمي په جګړه کې د روسیې په منځګړیتوب یوه وقفه رامنځته سوې چې دا موده نن پای ته رسیږي.