کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: که پاکستان پر کونړ بریدونه ونه دروي، ځواب به یې ورکړو

7 عقرب 1398 ساعت 12:33


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ژر تر ژره پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو د درېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی که پاکستان دا کار ونکړ، دوی به یې هم ځواب ورکړي.
په دې اړه د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي چې د تجاوزګرو فعالیتونو په کلکه مخنیوی وکړي.
پاکستان د ځايي چارواکو له قوله په کونړ ناړۍ ولسوالۍ له دوه ورځو راهیسې جګړه پیل کړې او افغان خاورې ته د توغندیو په راویشتلو یې تر اوسه لږ تر لږه ۳ مېرمنې وژلي او ۶ نور ملکیان یې ژوبل کړي دي.
افغان ځايي چارواکي وايي، پاکستان غواړي، د ډیورنډ له فرضي کرښې هم راواوړي او د ازاد افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې کړي، خو ارګ بیا وايي، له پاکستان څخه یې بیړنۍ غوښتنه ده چې پر ډیورنډ کرښه خپل فعالیتونه او راکټي بریدونه ژر تر ژره ودروي.
د ارګ د مرستیال ویاند دواخان مینه پال په وینا، کابل هڅه کوي چې دا مسئله له دیپلوماتیکو لارو چارو حل کړي، خو په وینا یې که اړتیا شوه افغان ځواکونه د خپلو خلکو دفاع کولی شي او ورته چمتو هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نه یوازې له دوه ورځو راهیسې بلکې له مودو راهیسې پر افغان خاوره راکټي بریدونه کوي.
د ځايي چارواکو په وینا، همدا تازه پاکستاني ځواکونو په یوه میاشت کې ۷۰۰ توغندي پر افغان خاوره راتوغولي دي.


د مطلب کود: 194218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194218/ارګ-پاکستان-پر-کونړ-بریدونه-ونه-دروي-ځواب-یې-ورکړو

آوا
  https://www.avapress.com