دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 194220
محب: طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي، لومړی باید یو میاشتنی اوربند وکړي بیا مذاکرات ورسره کوو
د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب خبرداری ورکړی چې کابل تېر کال له طالبانو سره د مذاکراتو پیلولو ته شرط نه درلود، مګر اوس په دې شرط خبرو ته کېني چې طالبان یوه میاشت اوربند اعلان کړي.
ښاغلي محب څو شیبې وړاندې د سولې په اړه د ولسمشر غني د اووه ماده ییز پلان د تشریح په اړه وویل، په تېر یو کال کې ډېر څه پېښ شوي او طالبانو پر خپلو قومندانانو نه یوازې کنترول له لاسه ورکړی بلکې اختلافات یې هم شدید شوي دي.
د محب په خبره له همدې کبله طالبان باید پر خپلو قومندانانو د کنټرول د ثابتولو لپاره یوه میاشت اوربند اعلان کړي له هغې وروسته به افغان حکومت ورسره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
ښاغلي محب زیاته کړه، پاکستان سره مذاکرات یې هم د پلان برخه ده خو دا هېواد باید ضمانت ورکړي چې نور به ترهګرو ډلو ته ځای نه ورکوي او په افغانستان کې به له جګړې لاس اخلي، ګني په وینا یې له دې تضمین پرته هیڅ سوله پایله نلري: (( بله دا چې طالبان دلته خپلې جګړې ته د بهرنیانو د حضور له کبله مشروعیت ورکوي، خو طالبان پخپله هم د پاکستان لاسپوڅي دي او له پاکستان پرته جګړه مخته نشي بیولی، دوی به موږ ته ضمانت او وضاحت راکوي چې له دې وروسته پاکستان سره څه ډول رابطه ساتي؟))
ښاغلي محب کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر موضوع هم په ډاګه کړه او زیاته یې کړه نوموړی د یو امریکايي او یو استرالوي استاد د خوشې کولو په تړاو سلا مشورو ته راغلی و او نور هیڅ مسایل نه دي ورسره مطرح شوي.
https://avapress.com/vdcdxo0fzyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته