کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسین خیل: پاکستاني ځواکونو په کونړ کې د اوربند غوښتنه کړې

7 عقرب 1398 ساعت 13:07


په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد ایوب حسین خېل وایي، له تېر مازیګر راهیسې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې جګړه درېدلې ده او تر اوسه یو افغان سرتیری ټپي شوی خو د مقابل لوري ۱۲ سرتیري وژل شوي دي.
په همدې حال کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی چې که د افغانستان پر خاورې یې د مرمیو ویشتل دوام وکړي، له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.

پاکستاني پوځ دوه ورځې وړاندې غوښتل، چې د دوګلام په سيمه کې له ډېورنډ فرضي کرښې افغان لوري ته راواوړي او هلته پوستې جوړې کړي، چې افغان امنيتي ځواکونو يې مخه ونيوله او له سیمې یې تېښتې ته اړ کړل.
افغان امنیتي ځواکونه وایي، شاوخوا زر کورنۍ یې د جګړې له نږدې ساحې څخه خوندي سیمو ته لېږدولي دي.


د مطلب کود: 194230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194230/حسین-خیل-پاکستاني-ځواکونو-په-کونړ-کې-د-اوربند-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com