پرون دوشنبه د اکتوبر پر ۲۸مه د عمران خان له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د سولې په برخه کې دې د تر لاسه شوو هڅو ساتنه وشي او د دغه بهیر په وړاندې د منفي هڅو مخه باید ونیول شي.
عمران خان په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو په هدف د عملي قدمونو پر پورته کولو ټینګار کړی دی.
د عمران خان له قوله ویل شوي:"د یو صادق زمینه برابرونکي ملګري په توګه پاکستان چمتو دی، چې څه یې په توان او ممکن وي د ګډ مسؤلیت د یوې برخې په توګه یې د سولې د ژر هوکړې بشپړېدو لپاره یې تر سره کړي."
عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، امنیت او ثبات او هوساینه د افغانستان او سیمې په ګټه ده.
زلمی خلیلزاد په مسکو کې د افغان سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره وکتل.
د افغان سولې په اړه د مسکو څلور اړخیزه غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر بېرته پیلولو موافقه وکړه.
ښاغلي خلیلزاد د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه اروپا ته د افغان سولې په اړه سفر وکړ، چې له پاریس، بروکسل او مسکو څخه تر لیدنې وروسته یې کابل ته هم سفر وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې یوه اووه مادیزه طرحه وړاندې کړې ده.