کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني رسنۍ:

امریکا به ډېر ژر له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي

7 عقرب 1398 ساعت 14:06


پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې زلمي خلیلزاد د مسکو څلور اړخیزې ناستې ته په وینا کې ټینګار کړی چې امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې مذاکرات بیا پیل کړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یو ځل بیا د افغان سولې د بهیرملاتړ څرګند کړ او د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي، امریکا د سولې د مذاکراتو لپاره د پاکستان په مهم رول یو ځل بیا هڅې پيل کړې دي.
دغې ورځپاڼې د چین، پاکستان، روسیې او امریکا د څلور اړخیزې ناستې د یو ګډونوال پاکستاني چارواکي له قوله خبر ورکړی چې زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن د سولې د مذاکراتو بیا پيلیدل غواړي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي.
ورځپاڼه وايي، د خلیلزاد بیا ځلي سفر او له عمران خان سره لیدل هم د دې لپاره دي چې څرنګه د سولې خبرې بیا پیل شي؟
دا په روانه میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دویم سفر دی.
خو بلخوا نن د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په ډاګه کړه چې زلمی خلیلزاد له طالبانو څخه د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د راخوشې کولو په مسئله کې کابل ته راغلی او د سولې په رابطه یې له دوی سره هیڅ بحث نه دی کړی.


د مطلب کود: 194237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194237/امریکا-ډېر-ژر-له-طالبانو-سره-مذاکرات-پیل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com