دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 194238
«په جوزجان ولایت کې شل امنیتي ځواکونه وژل شوي»
د جوزجان د ولایتي شورا د یوه غړي په وینا پر یوې امنیتي پوستې باندې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه شل عسکر وژل شوي دي او دوه پوځیان لادرکه دي. پيښه د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې ده.
د افغان خبري آژانس د جوزجان د ولایتي شورا غړي عبدالحی حیات، له قوله لیکلي دي چې ښایي دوو لادرکه شوو پوځیانو له طالبانو سره په برید کې مرسته کړي وي. د ولایتي شورا د دغه غړي په وینا په اقچه ولسوالۍ کې تر دغه برید وروسته په پوسته کې تجهیزاتو ته اور اچول شوی دی.
 

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په وروستیو میاشتو کې د ترکمنستان پولې ته څیرمه پروت جوزجان ولایت کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. د ځایي چارواکو په وینا په یو شمیر ولسوالیو کې طالبان فعالیت کوي.
زیاته شوې ده چې په تیرو څلورو میاشتو کې دوې ولسوالۍ لومړی قوشتیپه او شا او خوا درې اوونۍ تر مخه د درزاب ولسوالۍ طالبانو نیولي دي.
د سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ خبرې اترې د یوه احتمالي توافق په درشل کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ناڅاپي توګه ختمې کړې.
په دې ترڅ کې ډیری کارپوهان پر دې نظر دي چې دغه خبرې اترې ښایي بیا پیل شي.
د افغانستان د سولې د چارو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تیره یوه نیمه اوونۍ کې په بروکسل، مسکو، کابل او اسلام آباد کې له چارواکو او سیاستوالو سره لیدلي دي، څو په دې هکله بحثونه وشي چې څرنګه په افغانستان کې د سولې د پروسې څخه ملاتړ وشي.
https://avapress.com/vdcc10qs42bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته