دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 194241
زابل کې ۴۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي
د زابل ولایت په شینکي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه طالبان ټپیان شوي دي.
 
دزابل والي ویاند ګل اسلام سیال له رسینو سره په خبرو کې ویلي دي، چې په نوموړو عملیاتو  کې دوژل شوو طالبانو سربیره  ددوي یو شمیر وسلې او مهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 
چارواکي زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو او افغان  ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.
 
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcgtt9qqak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته