دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 194246
بهرنیو چارو وزارت پر خپلو کارمندانو فیسبوکي بندیزونه ولګول
 د بهرنیوچارو وزارت یو مکتوب کې خپلو ټولو کارمندانو ته امر کړی چې له دې وروسته په ټولنیزو شبکود سیاسي او امنیتي مسایلو په تړاو شخصي نظر شریک نکړي.
دا مکتوب چې ښيي تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په لاسلیک نشر شوی، په کې راغلي چې د وزارت قراردادي او رسمي کارمندان دې په هر لحاظ په ټولنیزو شبکو کې له خپل سیاسي نظر شریکولو څخه ډډه وکړي.
په مکتوب کې کارمندانو ته خبرداری ورکول شوی دی چې له امر څخه سرغړوونکي به د قانون له مخې مجازات کېږي.
خو له رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی بیا په دې مکتوب نیوکه کړې او ویلي یې دي چې وزارت غواړي د قوانینو خلاف د بیان پر ازادۍ بندیز ولګوي.
نی ټینګار کړی چې دا مکتوب د اساسي قانون د ۳۴مې مادې سره په ټکر کې دی او یاد وزارت باید وضاحت ورکړي چې ولې یې داسې یو کار کړی دی؟
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر شنونکي بیا د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، یاد وزارت په وروستیو پنځو کلونو کې د یوې خاصې تنظیمي کړۍ د نظر د ابراز ممبر ګرځېدلی و او باید په دې وزارت د قومي او تعصبي نظریاتو د خپراوي مخه ونیول شي.
https://avapress.com/vdcbaab80rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته