دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 194247
کندهار ښاروال درې پروژې افتتاح کړې
کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د ولسي تړون د مسؤلينو او د سيمي د خلکو په ملتيا نن/ سه شنبه (۸،۸،۹۸) د کندهار ښار د نهمي ناحيې په مربوطاتو کي/ مسلم مارکېټ ته نژدې د دوو پيلېدونکو پروژو کارونه پرانيستل او يوه پروژه يې ګټي اخيستني ته وسپارله.
ګټي اخيستني ته سپارل سوې پروژه:
دا د نصيب ګذر پروژه وه چي له لاري يې د ۸۱۲ مترو په اوږدوالي او د ۱۶ مترو په بره سړک قيرريزي سوی، دوه سوه متره چرۍ کانګرېټ سوي او د دغو چريو د سر پټولو له پاره ۱۶۰ سلبونه جوړ سوي دي. کندهار ښاروال وويل، د ولسي تړون پر دې پروژه ۱۲ مليونه او ۶۰زره افغانۍ لګښت راغلی. د ا پروژه چي له برکته يې ۷۰۰ کاري ورځي کار ايجاد سوی و، امين الله رېګرېشن ساختماني شرکت پلې کړه. کندهار ښاروال د دغي پروژې ځيني برخي د کيفيت له پلوه کمزوري وبللې او له خلکو يې وغوښتل چي د خپلو پروژه جدي نظارت وکړي.
د کوهکران ګذر پروژه:
کندهار ښاروال د دې پروژې کار هم د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانيست. د دې پروژې له لاري دوه سړکونه جوړېږي، يو ۵۸۰ متره اوږدوالی او ۱۶ متره بر او بل ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره بر لري. ښاروال د دې پروژې د کار پرانيستني پر مهال وويل چي د ۱۲۵۰ مترو په اوږدوالي د کانګرېټي چرۍ او د دغو چريو د سر پټولو له پاره د ۳۸۴ سلبونو جوړول هم شامل دي. ښاغلي حيات وويل، پر دې پروژه ۱۲ مليونه او ۶۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چي له امله يې ۱۰۱ تنو ماهرو او ۱۳۵۳ تنو غير ماهرو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي. کندهار ښاروال د پروژې پر کيفيت ټينګار وکړ او د ښاروالي او ولسي تړون پروګرام اړوند مسؤلينو او د ګذر پرمختيايي شورا ته يې سپارښتنه وکړه چي د خپلي پروژې جدي نظارت وکړي.
د غشي ګذر پروژه:
درېيمه پروژه چي نن يې کندهار ښاروال د کار پرانيستنه وکړه، د غشي ګذر پروژه ده چي د ولسي تړون پروګرام له لاري عملي کېږي. د ښاروال د معلوماتو له مخي، د دې پروژې له لاري ۱۲۰۲ متره اوږدوالی او ۸ متره بر لرونکی سړک قيرريزي کېږي، د ۲۲ مترو په اوږدوالي او ۸ متره بر لرونکی پل او دغه راز ۴۰ متره کانګرېټي چرۍ جوړېږي. دا پروژه چي له برکته يې ۳۰۰ تنو ماهرو او ۱۲۸۳ غيرماهرو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي، آريوب سپين غر ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکول سوې ده. ټاکل سوې چي د دغو دواړو پروژو کارونه تر راتلونکو شپږو مياشتو پوري بشپړ سي.
کندهار ښاروال د سيمي له خلکو وغوښتل چي نه يوازي د خپلي سيمي د دغو او نورو پروژو له کار څخه نظارت وکړي، بلکي ګټي اخيستني ته تر سپارل کېدو وروسته يې هم د خپل شخصي ملکيت په څېر ساتنه وکړي.
https://avapress.com/vdcc00qsm2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته