د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، په بلجیم کې د ناتو ځواکونو له قوماندان ارهارد بالر سره کتلي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناټو ځواکونو قوماندان د اسدالله خالد د هڅو ستاینه کړې ده.
هارد بالر د افغان امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو ستاینه کړې او ډاډ ګېرنه ورکړې، چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي په افغانستان کې سوله او امنیت اړین ګڼلی دی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به د ترهګریزو کړنو مخه ونیسي.