دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 194256
کابل اسلام اباد ته: ډیورېنډ ته نژدې سیمو باندې راکټي بریدونه ودروئ
افغان حکومت پر پاکستان غږ کړی دی چې د "ډیورېنډ کرښې ته نژدې" افغان غاړې ته د توغندیو او راکټونو بریدونه ودروي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په خپل ټویټر کې ولیکل: "د افغانستان حکومت د ډیورېنډ فرضي کرښې ته په نژدیو سیمو کې د پاکستاني پوځ د توغندیو بریدونه غندي او د نړیوالو قوانینو خلاف یي بولي."
ښاغلي صدیقي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د توغندیو ورول دې سملاسې بند کړي: "موږ له پاکستان څخه د دا ډول اقداماتو د سملاسي بندولو غوښتونکي یو."

نوموړي په خپل ټویټر کې په مشخص ډول نه دي لیکلي چې د ډیورېنډ کرښې ته په نژدیو کومو سیمو کې "پاکستاني پوځ توغندي ورولي" دي، خو په کونړ کې افغان سرحدي ځواکونو له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې خبر ورکړی و.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم وايي چې دا نښته د ناوې ولسوالۍ په دو کلام سیمه کې شوې. هغه امریکا غږ ویلي:" د پاکستاني سرتېرو د هاوان په مرمیو درې مېرمنې وژل شوي او دوې مېرمنې، یو ماشوم او یو بل نارینه ټپيان شوي دي."
د کونړ په ولایتي شورا کې د دغې ولسوالۍ استازي ملک شیرزمین هم امریکا غږ ته ویلي :" نښته د یکشنبې په مازدیګر هغه مهال پیل شوه چې افغان سرتېرو په صفري نقطه کې د پاکستاني سرتېرو لخوا د امنیتي پوستو د جوړېدو مخه ونیوله."
تر دې دمه پاکستان د افغان حکومت د دغې غوښتنې او شوې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. مخکې هم د ډیورېنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو نښتې او شخړې کړې وې.
افغان حکومت له دې کبله څو وارې د پاکستان سفارت چارواکي هم احضار کړي او اعتراض یې ورته کړی دی، خو پاکستان ادعا لري چې دوی هغې غاړې ته د ورتلونکو ترهګرو مخه نیسي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp0qse2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته