کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله قرلق:

البغدادی وژل کېدل افغانستان امنیتی وضعیت کې کوم بدلون نه راولی

7 عقرب 1398 ساعت 20:08

د البغدادی داعش تروریستی ډلې رهبر وژل کېدو خبر خپریدو سره سم؛ سنا مجلس یو غړۍ وایی چی د هغه وژل کېدل افغانستان امنیتی وضعیت او سیمی امنیتی وضعیت کې کوم بدلون به رانه ولی.



آوا خبرګزاری-کابل: عبدالله قرلق؛ د سنا مجلس غړۍ ننۍ (سه شنبه ۷ عقرب) عمومی ناسته کې وویل چی ښه به داوی چی امریکایان د داعش بکه رهبری تر برید لاندی راوستلو پرځای، ددی ډلې ریشه له منځه یوسی.
قرلق زیاته کړه چی ددی مخکې هم ځینی کسان لکه بن لادن او ملاعمر وژل شوی او یا هم طبیعی مرګ باندی له منځه تللی دی؛ خو القاعده او طالبان د هغوی په نه شتون هیڅ بدلون نه دی کړی.
هغه همدارنګه اشاره کړي چی اوس هم داعشیان د البغدادی ځایناستی معرفی کړی دی او البغدادی نه شتون سره به هغه ځایناستی د داعش چاری مخته وړی.
هغه ټینګار وکړ چی د تروریستی ډلو ریشه وچول د هغه ډلې رهبری تر برید لاندی راوستلو په پرتله اغیزمند دی.
د قرلق خبرو په اساس؛ د البغدادی وژل کېدو خبر خپریدنه د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ لپاره یو ټاکنیز تبلیغ دی.
دا خبری په داسی حال کې مطرح کیږی چی CNN او دونالد ترامپ د امریکا ولسمشر د یکشنبه په ورځ اعلان کړ چی ابوبکر البغدادی د داعش ډلی رهبر د امریکایی ځواکونو په عملیات سوریه کې وژل شوی دی.
 


د مطلب کود: 194265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194265/البغدادی-وژل-کېدل-افغانستان-امنیتی-وضعیت-کې-کوم-بدلون-نه-راولی

آوا
  https://www.avapress.com