دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 194280
پاکستان وايي،د افغان ځواکونو په ډزو د ۶ پوځیانو په شمول ۱۱ پاکستانیان ژوبل شوي
د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د دیورنډ کرښې په اوږدو کې د ډزو په تباله کې د ۶ پاکستاني پوځیانو په شمول ۱۱ پاکستانیان ژوبل شوي دي. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې د افغان ځواکونو په ډزو ۶ پاکستاني پوځیان او ۵ ملکیان په چترال کې ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې دوی د افغان ځواکونو پر هغې پوستې ځوابي ډزې وکړې چې د پاکستان په لور ورڅخه دزې شوې وې چې په نتیجه کې یې د افغان ځواکونو پوسته ویجاړه شوه.

افغانستان تراوسه پورې د خپلې پوستې د ویجاړېدو یا سرحدي ځواکونو ته د پاکستاني پوځیانو د ډزو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو د کونړ چارواکو تایید کړې چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د درنو وسلو په ړندو بمباریو کې د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې لږترلږه ۳ ښځې وژل شوي او ۳ نارینه ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcjoxevyuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته