دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 194281
کربلا کې د مړو شمېر ډېر شو؛ صدر له معترضانو سره یو ځای شو
د عراق له کربلا رپوټونه وايي، د حکومت ضد مظاهرو کې د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شو. شاهدان او روغتیايي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو پر معترضانو ډزې کړې او له امله یې د وژل شویو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی. ویل کېږي د عراق مهم شیعه روحاني مقتدا صدر هم نجف ښار کې له معترضانو سره یو ځای شوی دی.

 د کربلا د برید په هکله مختلفې خبرې کېږي او لا یې هم علت مالوم نه دی.
عیني شاهدانو  ویلي، چې مخپټو وسلوالو د معترضانو له پنډغالي سره ډزې وکړې.
 معترضانو وویل، "نه پوهېږي چې دا مخپټي د بلوا ضد پولیس وو، ځانګړي ځواکونه یا له ایران سره تړلي وسلوال وو.
دوی زیاتوي سرتېري د پرلت له ځای سره دېره وو، خو د وسلوالو له ډزو او اوښلن ګاز وروسته یې شاتګ وکړ".
د کربلا د پولیسو قومندان هغه انځورونه ناسم بولي چې پکې د امنیتي ځواکونو له ډزو وروسته مظاهره چیان منډې وهي.
احمد علي زوویني وایي: موږ پوځ لرو، پولیسو لرو، زه تاییدوم چې یو ډز هم نه دی شوی، اپوټه مو معترضانو ته اوبه او ګلان ور کړي دي.
له دې پرمختیاوو سره سره مخکښ شیعه روحاني مقتدا صدر نجف ښار کې له معترضانو سره یو ځای شوی دی.
نوموړي له ایران تر ستنېدو وروسته نن له مظاهره چیانو سره یو ځای شو. په یوه انځور کې ښکاري چې د معترضانو منځ کې موټر چلوي.
ښاغلی صدر د هغې ټلوالې برخه و چې عادل عبدالمهدي یې د عراق لومړي وزارت ته ورساوه، خو د دوشنبې په ورځ یې د وارمخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.
له دې مخکې د عراق پارلمان کې د ښاغلي صدر ملاتړو بغداد کې پرلت کړی و.
تېره شپه هم بغداد کې په سلګونو کسانو دغه ښار کې د ګرځبندیز اصول له پام وغورځول او سړکونو ته ووتل.
معترضان له فساد، بېکاري او کمزورو حکومتي خدمتونو خوابدي دي او وايي، حکومت باید لاس پر سر شي.
عراق کې دا مظاهرې له نږدې یوې میاشتې پیل شوې، چې پکې تر ۲۰۰ کسان وژل شوي او ډېر نور ټپي شوي دي.
ملګرو ملتونو له عراقي چارواکو غوښتي چې د مرګ ژوبلې پلټنه وکړي.
https://avapress.com/vdcaayn6649nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته