دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 194282
ننګرهار کې د زده کړو وړیا مرکز
ختیځ ننګرهار چې د علم او ادب ټاټوبی هم ورته ویل کېږي د ډیری خصوصي ښونیزو مرکزونو په لرلو سره بیاهم په دې ولایت کې د لنکن په نوم یو ښوونیز مرکز په وړیا ډول په انګلیسي، کمپیوټر، او انټرنېټ برخه کې نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکول پیل کړي دي. د معلومات له مخې د لنکن ښوونیز مرکز د امریکا متحده ایالاتو له لوري تمویلیږي چې په سلګونه زده کوونکي پکې په بیلابیلو برخو کې په وړیا ډول زده کړې کوي. مسوولین وایي، چې دا ښوونیز مرکز نه یوازې په ختیځ ننګرهار بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایاتو کې مرکزونه لري او په کې نجونو او هلکانو ته وړیا زده کړې ورکوي. ویل کېږي هر کال کې له دې ښوونیز مرکز په لسګونه زده کوونکي نجونې او هلکان په وړیا ډول باندې د انګلیسي، کمپیوټر او انټرنېټ له پروګرامونو فارغیږي. په ننګرهار کې د دې ښونیز مرکز د زده کوونکو پر وینا دا چې په یوه غریبه ټولنه کې ژوند کوي، دغه ډول وړیا ښوونیز مرکزونه ورته د زده کړو کولو لپاره ښه فرصت دی چې دوی هم ترې د ګټې اخیستنې په حال کې دي.

د لنکن ښوونیز مرکز یو تن ښځینه ښوونکې آغلې مینه فضلي لنکن ښوونیز مرکز هغه نجونو لپاره چې د غوره زده کړو او فرصتونو په لټه کې دي، تر ټولو غوره ټاکنه بولي.
دغه ښوونکې وایي، چې نه یوازې د زده کړو فرصت دی بلکې په وړیا ډول هم ورکول کېږي، د هغې پر وینا یو شمېر زده کوونکي شته چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې زده کړې پرېښې، خو دا ډول ښوونیز مرکزونه به یې هیلې ور پوره کړي.
نوموړې همدارز د هرې کورنۍ پر پلرونو او وروڼو غږ وکړ، چې پر خپلو لوڼو او خویندو دې زده کړې وکړي او په دې کې دې هېڅ کوم شرم نه لټوي.
په دې ښوونیز مرکز کې یو شمېر هغه نجونې هم تر سترګو لیدل کېدلې چې د کورنیو اقتصادي ستونزو له کبله یې انګلیسي، کمپیوټر او نورو برخو کې خپلې زده کړې په نیمه کې پرېښې وې، خو دلته یې یو ځل بیا هیلې پوره کېدونکي دي.
د یو شمېر زده کوونکو له قوله یې دغه ښوونیز مرکز نه یوازې نجونو او هلکانو ته د انګلیسي کمپیوټر اوانټرنېټ برخه کې زده کړې ورکوي، بلکې دلته انلاین ټولګي، زده کوونکو لپاره سکالرشېپونه، مناظرې، د زه کوونکو د جرأت لوړونې لپاره برنامې جوړیږي.
دغه راز دا ښوونیز مرکز د عامه پوهاوي لپاره کمپاین، د ښځینه وو ظرفیت لوړونې او صنعتي توکو ته د نندارتونوو جوړول، د بېلابېلو فرهنګي او ملي ورځو لمانځل او داسې نورو برخو کې په وړیا ډول فعالیتونه کوي.
د یادولو ده په ننګرهار کې دا مهال په لسګونه ښوونیز مرکزونه شتون لري چې په بیلابیلو برخو کې زده کوونکو ته زده کړې ورکوي، خو په وړیا ډول د زده کړو ورکولو یو شمېر ښوونیز مرکزونه ډیر کم لیدل کېږي.
https://avapress.com/vdcbwab85rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته