دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 194283
امریکايي ځواکونو تېره میاشت افغانستان کې تر ۱۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي
د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت (پنتاګون) تازه راپور ښيي چې امريکايي ځواکونو تېره سپټمبر مياشت کې په افغانستان کې د ورځې شااوخوا ٤٠ هوايي بریدونه کړي دي. پنتاګون ویلي، په سپټمبر مياشت کې يې د هوايي حملو شمېر ١١١٣ ته رسېږي، حال دا چې په اګست مياشت کې د امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د دولت پر مخالفینو ۸۱۰ بریدونه کړي وو.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، دا حملې د دې لپاره شوي چې پرې نه ښودل شي په افغانستان بيا د اسلامي دولت ډلې يا داعش د خراسان څانګې، القاعده او نورو تروريستي ډلو په خوندي مرکز بدل شي.
امريکايي پوځيانو په افغانستان کې خپلې هوايي حملې په داسې حال کې زياتې کړي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات په تېره سپټمبر مياشت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لغوه شول.
ولسمشر ټرمپ د سپټمبر پر اتمه دغه مذاکرات وروسته له هغه لغوه اعلان کړل چې طالبانو په کابل کې د يوې خونړۍ حملې مسووليت واخيست. په هغه برید کې ١٢ کسان وژل شوي وو چې يو په کې امريکايي سرتېرى و.
https://avapress.com/vdcc40qs12bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته