دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 194284
ټرمپ هغه سپی ستایلی دی چې د بغدادي په وژلو کې مهم رول لوبولی
د امریکایي پوځ یوه سپي په سوریه کې د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي تر مرګه پورې تعقیب کړ، دغه سپی هغه مهال ټپي شوی هم و، خو بیا یې هم بغدادي تر وروستیو شېیو پورې تعقیب کړ او آن تر مرګه یې ورسوه.
دا پوځي سپی چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر ضد په عملیانو کې یو څه ټپي شوی و، اوس په بشپړ ډول روغ دی د دې سپي نوم نه دی خپور شوی او لاهم په سیمه کې د عملیاتو پر مهال دی.
د دې سپي په اړه د امریکا د پوځ لوی درستیز ، جنرال مارک میلي د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې د برید پرمهال ټپي شوی پوځي سپی چې د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي یې وژلی بیرته دندې ته راستول شوی دی.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکايي کمانډو برید پرمهال یو نظامي سپی ټپي شوی وو چې تر تونله یې د داعش ډلې مشر تعقیب کړ او ابوبکر البغدادي یې دې ته مجبور کړ چې ځانته چاودنه ورکړي.
د ډونالډ ټرمپ پر وینا ، د دې سپي د تعقیب پر مهال البغدادي ځان وژونکی واسکټ وچاودید چې له ځانه سره یې په تونل کې ځان او درې ماشومان ووژل.
ډونالډ ټرمپ نن د اکټوبر پر ۲۹ مه نېټه هم په خپلې ټویټر پاڼې د دغې سپي انځور خپور کړی دی او ورسره یې لیکلي دي چې ” دې ویاړلي سپي په سوریه کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په نیولو او وژلو کې ښه دنده ترسره کړه”.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: د البغدادي وروستي شېبې په ویره کې تیرې شوې ځکه چې د داعش مشر ” د امریکايي ځواکونو په ویره کې و”
د دغې سپي نوم لاهم نه دی خپور شوی خو د امریکایي چارواکو پر وینا کله چې یاد سپی خوندي ځای ته ولاړ هغه مهاله به د سپي د نوم او نسل په اړه معلومات خپاره کړي.
د امریکایي چارواکو پر وینا د البغدادي د جسد پاتې شوني په سمندر کې اچول شوي، خو د مشخصې سیمې په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.
د یادولو ده تر څو کلني ځنډ وروسته ابوبکر البغدادي، څو میاشتې وړاندې په یوې ویډیو کې راښکاره شوی و چې د امریکا او نورو پر وړاندې یې د جګړې د غځولو خبرې کړې وې.
امریکا له دې وړاندې هم په ۲۰۱۱ میلادي کال کې نوموړی د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړی وو او د پیداکولو په سر یې لس میلیونه نغدي جایزه هم ټاکلې وه.
https://avapress.com/vdcdjo0foyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته