دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 194310
هیواد پارلمان مخته د ملی بانک مسئولینو په وړاندی لاریون
آوا خبرګزاری، کابل: د ګلزاد شرکت او افغانسان فصل نوین انجمن غړۍ ځينی تاجران د پارلمان مخته د ملی بانک مسئولینو پرضد لاریون کړی دی.

 
 
ګلزاد تجارتی شرکت مسئولین چی مخکې د سرمایه ګذاری لپاره په بغلان قندو شرکت کې، د افغان ملی بانک څخه قرضه اخیستی وو ددی بانک رییس چلند څخه نارضایتی ښودلو سره لاس په لاریون وهلی دی. دا لایون چی د افغانستان فصل نوین انجمن همکاری سره ترسره شوی وو د عدالت غوښتنې شعار او لسګونه ځوانانونو حضور سره یوځای وو.
افغانستان نوین فصل انجمن غړۍ جمعه خان په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان ملی بانک د هیواد تاجرانو په وړاندی زورګویی کوی.
ګلزاد تجارتی شرکت هغه شرکت دی چی کولای شی د کار زمینه د هیواد ځوانانو لپاره مساعد کړی خو متاسفانه ددی شرکت جایداد د ملی بانک له لوری غصب شوی دی. موږ د افغانستان حکومت، هیواد پآرلمان او ملی بانک څخه غواړو ترڅو هرڅه ژیر زموږ مشروع غوښتنو ته رسیدګی وکړی.
په همدی حال کې سمیر احمد د ګلزاد شرکت یو تن کارکوونکې افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: موږ عدالت غواړو او ننۍ ورځی لاریون څخه هدف د عدالت برقراره کېدل دی. افغانستان ملی بانک زموږ شرکت ملکیت او ځمکه غصب کړی دی او دا ددی لامل شوی ترڅو ټول همکاران مو بیکاره شی.
هغه زیاته کړه: په هغه صورت کې چی مسئولین زموږ غوښتنو ته رسیدګی ونه کړی موږ به خپل لاریونونو ته ادامه ورکړو او زموږ آخرنۍ اعتصاب به غذایی اعتصاب وی.
شهرام ګلزاد د ګلزاد شرکت یو تن شریک څخه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: نن په دی لاریون کې موږ ګډون کړی دی ترڅو خپل حق واخلو، موږ وروسته ددی چی مسئولین مو مشکل حل نه کړی مجبور شوی یو چی سړکونو ته راشو او لاریون وکړو او مقصد مو عدالت د هیواد او ګلزاد شرکت تاجرانو لپاره دی.
 
https://avapress.com/vdcdfo0fzyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته