دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 194319
د میدان وردک لویی لاری امنیتی وضعیت د مجلس غړو له لوری څيړل کیږی
آوا خبرګزاری، کابل: میر رحمان رحمانی د نمایندګانو مجلس رئیس مجلس داخلی امنیت کمیسیون ته امر کړي ترڅو میدان وردک ولایت امنیت وضعیت او میدان وردک لویی لاری امنیت وضعیت په جدی توګه وڅیړی.

نمایندګان ننۍ ناسته کې چهارشنبه(۷ عقرب) د میدان وردک ولایت لویی لاری امنیتی وضعیت څيړلو غوښتونکې شو.
قاسمی د نمایندګانو مجلس غړۍ وویل، د میدان شهر نمبر ۲ لویه لاره بند دی او باید نظامی عملیاتونه د خلاصولو لپاره یی ترسره شی.
له بل لوری غلام حسین ناصری د مجلس غړۍ وویل: موږ مخکې هم د میدان وردک لویی لاری امنیتی وضعیت څیړلو لپاره هیآت جوړولو غوښتنه کړی وو خو تراوسه هیڅ هیآت د امنیتی وضعیت څیړلو لپاره تشریف نه دی وړی.
په دی حال کې نعیم وردک د مجلس غړۍ وایی چی ملی اردو په میدان وردک ولایت کې د خلګو څخه د سپر په توګه ګټه اخلی د میدان وردک دا نماینده پّ وینا امنیتی ځواکونه هغه وخت چی د مخالفینو سره جنګیږی په لومړۍ کرښه کې بی ګناه خلګ د سپر په توګه قرار ورکوی.
هغه د مجلس ریاست څخه وغوښته چی میدان وردک ولایت مشکلاتو ته رسیدګی وشی.
په دی حال کې میر رحمان رحمانی د نمایندګانو مجلس رئیس مجلس داخلی امنیت کمیسیون ته دنده ورکړي ترڅو میدان وردک او ددی ولایت لویی لاری امنیتی وضعیت په جدی توګه وڅیړی.
 
https://avapress.com/vdccs0qso2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته