دا نښته هغه وخت شروع شو چی مسلح سارقین هرات ۷ ناحیه کې په "مشکوانیها" سیمه کې د یو دکان چورولو قصد درلود.
یادولو وړ دی چی ددی نښتی په ترڅ کې دوه پولیس سرتیری خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن مسلح غله هم نیول شوی دی.
په همدی حال کې، عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیسو ویاند ددی پيښی په تاید سره وایی چی د هرات ښار ۷ ناحیه باغ زبیده په سیمه کې د امنیتی ځواکونو او مسلح غلو ترمنځ مسلحانه نښته شوی چی تلفات هم درلودلی دی.
هغه زیاته کړه چی په دی پیښه کې هیڅ ډول غلا نه دی ترسره شوی.
د هغه په وینا، قضیه تر څيړنې لاندی قرار لری او نور جزئیات به وروسته اعلان شی.