دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 194328
پر شکیب الحسن د فساد له کبله دوه کلن بندیز ولګید- کرکټ
د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن د فساد پر ضد د ناغیړۍ او دغې شورا سره د نه همکارۍ له کبله دوه کاله له کرکټ څخه بند کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې شکیب الحسن د فساد ضد کمیټې ته د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د بنګله دېش، سریلنکا او زمبابوې ترمنځ سیالیو پر مهال پر هغه د فساد د لګول شویو تورونو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.
همدغه راز شکیب الحسن د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې په آی پي ال کې د خپلې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد او کینګزایلیون پنجاب ترمنځ لوبې پر مهال هم د
فساد د لګول شوي تور په اړه پور معلومات نه دې ورکړي.
اعلامیه وايي شکیب الحسن دغې کمېټې ته په دغو لوبو له هغه سره د یو لړ نیول شویو تماسونو او هغه ته د ورکړل شویو بلنو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.
په سیالیو کې د شکیب الحسن د “فساد” په اړه ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي، خو معمولآ لوبغاړي په لوبو کې د پېسو او نورو امتیازاتو په بدل کې په لوبو کې درغلي کوي.
شکیب الحسن ویلي”خواشینی یم چې له لوبو بند شوم خو دا منم چې د دغو پېښو په اړه مې د کرکټ نړیوالې شورا ته معلومات نه وو ورکړي. د کرکټ نړیواله شورا له لوبغاړو غواړي چې د فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي، او ما په دغه برخه کې خپل رول سم ادا نکړ.” وایي دی نغواړي چې په کرکټ کې او لوبو کې دې فساد وي.
https://avapress.com/vdcci0qs42bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته