د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن د فساد پر ضد د ناغیړۍ او دغې شورا سره د نه همکارۍ له کبله دوه کاله له کرکټ څخه بند کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې شکیب الحسن د فساد ضد کمیټې ته د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د بنګله دېش، سریلنکا او زمبابوې ترمنځ سیالیو پر مهال پر هغه د فساد د لګول شویو تورونو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.
همدغه راز شکیب الحسن د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې په آی پي ال کې د خپلې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد او کینګزایلیون پنجاب ترمنځ لوبې پر مهال هم د فساد د لګول شوي تور په اړه پور معلومات نه دې ورکړي.
اعلامیه وايي شکیب الحسن دغې کمېټې ته په دغو لوبو له هغه سره د یو لړ نیول شویو تماسونو او هغه ته د ورکړل شویو بلنو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.
په سیالیو کې د شکیب الحسن د “فساد” په اړه ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي، خو معمولآ لوبغاړي په لوبو کې د پېسو او نورو امتیازاتو په بدل کې په لوبو کې درغلي کوي.
شکیب الحسن ویلي”خواشینی یم چې له لوبو بند شوم خو دا منم چې د دغو پېښو په اړه مې د کرکټ نړیوالې شورا ته معلومات نه وو ورکړي. د کرکټ نړیواله شورا له لوبغاړو غواړي چې د فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي، او ما په دغه برخه کې خپل رول سم ادا نکړ.” وایي دی نغواړي چې په کرکټ کې او لوبو کې دې فساد وي.