دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 194330
پوځي چارواکي، زابل او ګیزاب کې د فاتح عملیاتو د بریا ادعاوې کوي
د افغان پوځ په سوېلي ولایتونو کې د فاتح په نوم پوځي عملياتو کې د پرمختګ ادعا کوي.
 د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي وایي، چې افغان ګډو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسي د زابل په نوبهار، شينګۍ او همداراز د اروزګان په ګېزاب ولسواليو کې د وسله والو پر پټنځايونو او مرکزونو ځمکني او هوایي بريدونه کړي دي، چې له امله یې په زابل کې ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
ښاغلی علوي وایي، د اروزګان په ګيزاب کې هم ۱۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين له منځه وړل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره د فاتح په نوم د افغان ګډو ځواکونو عمليات ښه روان دي.
طالبانو د دغو عملياتو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcfmjdyxw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته