دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 194331
د ننګرهار پولیسو د موبایلونو د غلو له نیولو وروسته ټول ښار قومندانۍ ته وربللی
د ننګرهار امنیه قومندانۍ پولیسو په دغه ښار کې د موبایلونو د غلو د یوې شبکې له نیولو وروسته له ټولو ښاریانو غوښتي چې په دې وروستیو کې ترې هر چا د ریکشا په مرسته موبایل تښتولی وي، قومندانۍ ته دې مراجعه وکړي او خپل موبایل ټلیفون دې پيدا کړي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل پر خپله فیسبوک پاڼه اعلان کړی چې له هر چا څخه په ښار کې د هندي ریکشاوالاو لخوا موبایل ټلیفون تښتولی وي، دوی ته دې مراجعه وکړي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ دا اعلان وروسته له هغې کړی چې نن یې د موبایلونو دوه تنه غله رحیم الله ولد محمد قاسم او نوید ولد دلاور له یوې هندي ریکشا سره د موبایلونو د غلا په تور ونیول.
امنیه قومنداني وايي، دغو دوه کسانو سلګونه موبایل ټلیفونونه غلا کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په لویو ښارونو کې لا هم غله د موټر سایکلونو په مرسته له خلکو موبایل ټلیفونونه تښتوي او بیا یې په بازارونو کې په ډېره کمه بیه پلوري.
https://avapress.com/vdcgwt9qqak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته