کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه: نه غواړو چې کشمیر په دویم افغانستان بدل شي

8 عقرب 1398 ساعت 18:11


د اروپايي ټولنې د پارلمان ۲۳ کسیز پلاوي کشمیر ته د یو سفر په ترڅ کې ویلي، اروپا د هند به کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري او نه هم غواړي چې کشمیر په دویم افغانستان بدل شي.
دغه پلاوي په کشمیر کې د ناقراریو لوی سبب ترهګري بللې ده چې د دغې سیمې بې ګناه وګړي یې قربانیان دي.
د اروپايي پارلمان دغه پلاوي نن چهار شنبه په کشمیر کې یو خبري کنفرانس ته وویل، اروپايي ټولنه هر ځای کې د ترهګرۍ په اړه اندېښمنه ده او له همدې کبله یې پلاوی کشمیر ته ورغلی دی تر څو له نږدې هر څه وڅاري.
د دغه پلاوي غړو وویل، اروپايي ټولنه نه غواړي چې کشمیر په دویم افغانستان بدل شي، له همدې کبله په کشمیر کې روانه ترهګري یوازې د هند نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره سرخوږی دی.
د چارو افغان شنونکي وايي، اروپايي ټولنه دا خبره ځکه کوي چې افغانستان د هند او پاکستان د سیاسي رقابتونو تر ډېره قرباني دی او همدې رقابتونو د افغانستان د بحران لوبغاړي زیات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هند تازه په خپل قانون کې د تعدیل له مخې کشمیر د خپلې خاورې برخه ګرځولې او پاکستان ګواښ کوي چې که هند له دې کاره لاس وانخلي، د کشمیر لانجه به پر افغان سوله ډېر بد اغېز وکړي.


د مطلب کود: 194332

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194332/اروپايي-ټولنه-نه-غواړو-چې-کشمیر-په-دویم-افغانستان-بدل-شي

آوا
  https://www.avapress.com