دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 194333
جوزجان: پر طالبانو خپل موټر بم چاودلی دی
د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل موټر بم چاودلی چې له کبله یې ۱۰ وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قومندان عبدالواحد وجدان تاند ته وايي، طالبانو غوښتل دا موټر بم د جوزجان – بلخ پر لویه لار د افغان ځواکونو پر پوستو وربرابر کړي، خو د روانېدو په وخت کې پخپله په طالبانو را الوتلی دی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

طالبانو د دې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcip5azpt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته