کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د اوبو د مدیریت مهم قانون تصویب کړ

8 عقرب 1398 ساعت 18:16


ولسي جرګې نن د اوبو د مدیریت قانون په ۶ فصلونو او ۴۱ مادو کې له لږ تغیر سره د رایو په اکثریت تصویب کړ.
د ولسي جرګې د طبعیي زېرمو کمېسیون غړې نفیسه عظیمي وايي، نن یې د اوبو د زېرمو د تنظیم او مدیریت قانون د پاس کولو لباره د جرګې عمومي غونډه نیولې وه.
نوموړې وايي، په دې قانون له یوې اوونۍ راهیسې کار روان و او یو له یو شمېر بدلونونو سره دغه نوی قانون نن تصویب کړای شو: (( زموږ مشترک کمېسیون په دې قانون کار کاوه، حکومت ته مو ځینې تعدیلات وړاندیز کړل، د جرګې د ګډې کاري کمېټې تر منځ په دې قانون هیڅ اختلاف نه دی رامنځته شوی.))
دا په داسې حال کې ده چې نن د ولسي جرګې د ۱۴۰ حاضرو نوماندانو له منځه یوازې ۳ وکیلانو د اوبو د مدیریت قانون ته منفي رایه ورکړه.
د دغه قانون په تړاو د عدليې وزارت ویلي وو، چې د اوبو د مدیریت لپاره یې په کې دقیق اصلاحات راوستي او د اوبو حوزې یې هم په کې دقیقې معرفي کړې دي.
د افغانستان د اوبو قانون تر دې وړاندې یوازې د سردارداوود خان په وخت کې تنظیم شوی و، خو د کورنیو جنګونو له وخت راهیسې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره د اوبو پر سر اوږدمهاله جنجالونه لري.


د مطلب کود: 194335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194335/ولسي-جرګې-د-اوبو-مدیریت-مهم-قانون-تصویب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com