دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 194338
پر لویديځې نړۍ د ولسمشر اردوغان ډیرې سختې نیوکې
د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د امن سیمې په توګه د ټاکل شوې سیمې نه بهر د نورو سیمو نه د هر ډول بریدونو ځواب به ډیر  سخت ورکړو. د اړتیا په صورت کې به د امن لپاره ټاکل شوې سیمه  پراخه کړو.
ولسمشر اردوغان نن  په ملي شورا کې د خپل ګوند  اونیزې غونډې ته  وینا وکړه. ولسمشر  اردوغان وویل هغو  برخو چې غوښتل  ترکیه په سوریه ثاني، عراق ثاني او لیبیا يي ثاني بدله کړي  مونږ  هغوې ته  رګ رګ ته د ننوتو  سره  او د تکیه ګاه ګانو  د وړې وړې کولو سره  ځواب ورکړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې  د سولې چینې د عملیاتو د پیلیدو سره  په ځانګړې توګه د پ ک ک  ترهګري سازمان د پلویانو لخوا په ځانګړې توګه په اروپا کې  زمونږ د هیواد پر خلاف نږدې ۷۰۰ بریدونه شوي دي.
دا بریدونه په هغه هیوادونو کې شوي دي چې  ډیری  يي  د ناټو په سازمان کې زمونږ نږدې متحدین دي. په اروپايي ټولنه کې چې اوس مهال   مونږ  يي  د پوره غړیتوب  په خاطر   ورسره په مذاکراتو بوخت یو. په ځانګړې توګه  دا بریدونه  د پولیسو په حضور کې  شوي دي.
هغه هیوادونه  چې  د ترکیې په ګټه  کوچني  غبرګون او چلند ته اجازه نه ورکوي نن  ورځ  د ترکیې پر خلاف  د ترهګرو  چې پخپله يي هم  د ترهګرو په توګه منلي دي  هر ډول فعالیتونو ته اجازه ورکوي  په خپلو هیوادونو  کې د ترکیې پر خلاف  ترهګرو نه حمایت  کوي  او هغوې ته  په ډیره ازادانه توګه د ترکیې پرخلاف  ترهګریزوفعالیتونو اجازه ورکوي.
هغوې ته هر ډول اسانتیاوې برابروي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د سولې چینې  د عملیاتو سره  په سوریه کې  ۴۲۱۹ کیلومتره سیمه د ترهګرو نه پاکه کړې  او ۵۵۸ سیمې د ترهګرو نه نیولي او پاکې کړي دي. پدې عملیاتو کې  څه باندې  ۹۰۰ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
ولسمشر اردوغان په سر کې په اروپا د پ ک  ک نه  په ټولو ملاتړ کوونکو هیوادونو  غږ وکړ چې  غلط کار کوۍ. ترهګر هغه ماران  دي چې نن يي په خپلو لاسونو  تاسې  روزۍ  خو سبا  به  تاسې خامخا  وچیچي.
هغه وویل  ددې خبرې په اصلي لامل  مونږ پوهیږو  . دا هیوادونه چې  خپل داعشي وګړو د  بیرته اخیستو نه ډډه کوي  غواړي چې پدې ډول  اوبه خړي کړي.
خو زه پر هغوې غږ کوم چې د داعش سره  ستاسې وګړي  شتون لري . د تسلمیدو نه يي بیچاره هستئ  او بیرته اخیستو نه يي دډه کوۍ. دا ترهګر  خو تاسې روزلې دي اوس يي ولې نه تسلیمیږۍ.
هغه وویل چې  لویدیځ هیوادونو هیڅوخت د پرحق او مظلمو کسانو نه ملاتړ ندی کړی ځکه چې  دوې یواځې پر وژلو  ښه پوهیږي.
دوی یواځې د وسلو په پلورلو ډیر ښه پوهیږي. کله چې د تیلو نوم  چیرته یاد شي  سمدلاسه  په هغه ځای حمله کوي. ځکه چې ددوې لپاره یو څاڅکې  پطرول  د انسان د وینو نه  ډیر زیات اهمیت لري.
ولسمشر اردوغان خبرداری ورکړ که چیرې د امن سیمې په توګه ټاکل شوې سیمې نه بهر هر ډول برید وشي  مونږ به ډیر سخت ځواب ورکړو او د اړتیا په صورت کې به د امن سیمې ته وسعت ورکړو.
https://avapress.com/vdcdso0fjyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته