کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګه کې د منیر کاکړ او نورو مستحقو لوبغاړو د حق دفاع شوې

8 عقرب 1398 ساعت 18:40


په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی حاجي سید احمد سیلاب وایي، نن یې په ولسي جرګه کې د منير کاکړ ، نجات مسعود او نورو مستحقو با استعدادو لوبغاړو د حقوقو دفاع کړې ده او پرېکړه یې کړې ده چې د کرکټ بورډ اداره به له تباهۍ وژغوري.
سیلاب وایي، په کرکټ بورډ کي د شته فساد ، سمتي تبعيضونه، بي عدالتيو د لوبغاړو تر منځ اختلافاتو او پدي اداري کي د اساسي اصلاحاتو پخاطر په ولسي جرګي خپل غږ پورته کړی دی.
د کندهار د خلکو استازی په ډاډ سره وایي، چې د کرکټ بورډ په اداره کي د شته روان فساد ، تبعيض ، اختلافاتو او مراثيتوب پر ضد به مبارزي ته په ګډه ادامه ورکوي او دا ملي اداره به د تباهي او ناکامي څخه وژغوري.
څو ورځې وړاندې افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ویسټ انډیز خلاف د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو لپاره دوه بیلابېلې ۱۶ کسیزې لوبډله اعلان کړې چې په نومول شوې لوبډله کې هغه لوبغاړي له پامه غورځول شوي وو چې په کورني کرېکټ کې یې خپلې وړتیاړې ثابتې کړې وې.
د کرکټ مبصرین هم وایي، که د ویسټ انډیز خلاف سیالیو لپاره لوبغاړي د وړتیا له لورې ټاکل کېدلی نو لومړی حق د نجات مسعود، منیر کاړ او نورعلي ځدراڼ جوړېده دا ځکه چې دریواړو د افغانستان شپږیزه غوره لیګ او کورنی کرېکټ ډیر په ښه شکل سره ټاپ کړی وو.
مبصرین وایي، کلاسېک لوبغاړي نورعلي ځدراڼ چې په وړتیا یې هېڅوک سترګې نه شي پټولې هم له لوبډلې کېنول شوی دی نوموړي په تېره شپږیزه لیګ کې هم د ۷۰/۸۰ اوسط سره کرېکټ وکړ او ټولې منډې یې ۳۵۴ وکړې.
همدا راز بیا په دې لېګ کې تر ټولو ډیر لوبغاړي ځوان لوبغاړي نجات مسعود وسوځول چې په شپږو لوبو کې یې ټول یوولس لوبغاړي له مخې پورته کړل، خو سره د دغو وړتیاوو هم په لوبډله کې ځای نه شو.
همدا راز د دواړو فارمټونو په لوبډلو کې ډیری غوره لوبغاړو ته چانس نه دی ورکړل شوی چې د هغې له ډلې مجرب لوبغاړي حشمت شهیدي، منیر احمد کاکړ، نجیب ترکي،شاهد کمال شاپور ځدراڼ او نورو بهترینو لوبغاړي په کور کېنول شوي دي.
د کرکټ مبصرینو او مینوالو د افغانستان کرکټ بورډ په فساد تورن کړی دی چې ګواکې د لوبغاړو په انتخاب کې د غوراوي کمېټې له لوري پراخ فساد کېږي چې ډیری مستحق لوبغاړي له خپلو حقونو بې برخې پاتې شوي.
ټاکل شوې ده چې افعان ملي لوبډله په خپل کوربه توب له مېلمه ویسټ انډیزۍ لوبډلې سره درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه وکړي.
دغه سیالۍ به د نومبر پر شپږمه نېټه د هند په لاک ناو ایکنا لوبغاړي کې پیل شي چې د نومبر میاشتې تر ۲۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.


د مطلب کود: 194339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194339/ولسي-جرګه-کې-د-منیر-کاکړ-او-نورو-مستحقو-لوبغاړو-حق-دفاع-شوې

آوا
  https://www.avapress.com