دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۶
د مطلب کود : 194349
سرپل سوزمه قلعه په سیمه کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو نښته
تیره شپه د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې له امله د سرپل ولایت سوزمه قلعه په ولسوالی کې، د ۵ تنو امنیتی ځواکونو شهادت او ټپی کېدو سربیره، ۸ تنه طالبان وژل شوی او بریدونه یی په شا ټمبول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ اسدالله خرم د سرپل ولایتی شورا یو غړۍ وایی چی طالبان تیره شپه ۱۱ بجی د سوزمه قلعه ولسوالی پر مرکز باندی برید کړي وو چی د نښتی له امله امنیتی ځواکونو څخه یو تن په شهادت رسیدلی او څلور تنه نور ټپیان شوی دی.
د سرپل ولایتی شورا دا غړۍ د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه پوهیږی، خو وایی چی امنیتی ځواکونه د طالبانو سره د سهار تر څلور بجو پوری جنګیدلی او ددی ډلې برید په شاټمبول شوی دی.
فضل الدین یکتن د سوزمه قلعه ولسوالی یو تن اوسیدونکې د امنیتی ځواکونو تلفاتو په تایید سره د طالبانو تلفاتو څخه بی خبری ښیی.
په همدی حال  کې، نور آغا فیضی د سرپل ولایت امنیه قوماندانی مطبوعاتی آمر امنیتی ځواکونو تلفاتو په اړه معلوماتو ارائه کولو څخه ډډه کړي، خو وایی چی تیره شپه طالبان او امنیتی ځواکونه د سوزمه قلعه په ولسوالی کې، ۳ تنه طالبان وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوی دی او یو میل اسلحه دوربیندار د طالبانو څخه امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی.
فیضی اضافه کړه چی سیمه اوس نورمال دی او امنیتی ځواکونه وضعیت په کنترول کې لری.
 
https://avapress.com/vdcfjjdy1w6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته