کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندوز ولایت کې طالبانو شپی برید له امله ۵ تنه امنیتی سرتیری په شهادت رسیدلی او ۷ تنه نور لادرکه شوي

8 عقرب 1398 ساعت 20:24



 
د طالبانو تیری شپی برید په ترڅ کې چی کندوز ولایت خان آباد ولسوالی کې امن او نظم عامه یو پوسته باندی ترسره شوی ۵ تنه امنیتی سرتیری په شهادت رسیدلی دی. طالبان همدارنګه ۷ تنه سرتیری د ځان سره بیولي دی چی تراوسه د برخلیک په اړه یی کوم خبر نشته.
د آوا په ګزارش سره؛ محمد یوسف ایوبی د کندوز ولایتی شورا رئیس آوا خبرنګار ته وویل چی طالبانو تیری شپی برید کې ۵ تنه امنیتی سرتیری شهیدان شوی او ۷ تنه نور طالبانو په اسارت نیولی دی.
د ایوبی په وینا، طالبانو غړۍ کندوز ښار یو کیلومتری کې حضور لری او ددی ولایت ډيری سیمی عملآ د هغه ډلې په اختیار کې دی.
طالبانو شپنۍ عملیات امنیتی ځواکونو پوستو باندی د کندوز ولایتی شورا رئیس اندیښنی لامل شوی دی.
هغه د دولت څخه غواړی ترڅو کندوز کې یو پراخ عملیات ترسره کړی ترڅو دا ولایت د دولت مخالفینو څخه پاک شی.
همدارنګه طالبان هم یو خبرپاڼي په خپرولو سره تیره شپی برید تایید کړی دی.
 


د مطلب کود: 194351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194351/کندوز-ولایت-کې-طالبانو-شپی-برید-له-امله-۵-تنه-امنیتی-سرتیری-په-شهادت-رسیدلی-او-۷-نور-لادرکه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com