دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۸
د مطلب کود : 194352
په کونړ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه درېدلې
افغان چارواکي وایي په کونړ کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ د توغندیو توغول درېدلي دي.

دواړه خواوې یو بل د جګړې په پیلولو تورنوي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم امریکا غږ ته ویلي چې دواړه خواوې خبرو ته کیناستلې. وايي د سه شنبې په ورځ یې هم خبرې وکړې ځکه چې په اول دور خبرو کې کومې نتیجې ته ونه رسېدل. جګړه د یکشنبې په ورځ پیل شوې وه او تر دوشنبې پورې روانه وه.
افغان چارواکي وایي چې پاکستاني پوځیانو غوښتل د ډیورېنډپولې افغان غاړې ته نوي تاسیسات او امنیتي چاوڼۍ جوړې کړي، خو افغان ځواکونو یې "ممانعت" وکړ او جګړه پیل شوه.
د پاکستان د پوځ یوې اعلامیې کې بیا راغلي دي چې افغان ځواکونو د "چترال په اړوندو کلي توغندي توغولي او د پاکستان پوځ په متقابل برید کې هماغه ځای په نښه کړی چې توغندي ترې توغول شوي" وو.
وايي په برید کې د افغان ځواکونو پوستو او تاسیساتو ته هم زیان رسېدلی دی. د پاکستان د پوځ اعلامیه د دغه هېواد ډېلي نیوز ورځپاڼې خپره کړې ده.
په همدې حال کې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي چې نښته د ناوې ولسوالۍ په دو کلام سیمه کې شوې. هغه امریکا غږ ته ویلي:" د پاکستاني سرتېرو د هاوان په مرمیو درې مېرمنې وژل شوي او دوې مېرمنې، یو ماشوم او یو بل نارینه ټپيان شوي دي."
ارګ تېره ورځ پر پاکستان غږ وکړ چې د توغندیو ويشتل دې بند کړي. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي وو: "د افغانستان حکومت د ډیورېنډ فرضي کرښې ته په نژدیو سیمو کې د پاکستاني پوځ د توغندیو بریدونه غندي او د نړیوالو قوانینو خلاف یي بولي. موږ له پاکستان څخه د دا ډول اقداماتو د سملاسي بندولو غوښتونکي یو."
دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښه رامنځ ته کیږي. تر دې مخکې هم د ډیورېنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو نښتې کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjixev8uqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته