کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ښونځیو کې د نجونو لویې ستونزې؛ د تشنابونو کموالی او حیض

صدای امریکا , 8 عقرب 1398 ساعت 20:32

د افغانستان په ښونځیو کې د نجونو لپاره د کافي تشنابونو نشتوالی او د حیض د میاشتنۍ ناروغي په اړه ناپوهي د نجونو لپاره دوې لویې ستونزې بلل کیږي.



د ولسمشر غني میرمن رولا غني د نجونو د حفظ الصحې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نجونو حفظ الصحې باندې ډیر تاکید وکړ او ویې ویل چې په دې اړه باید نور چوپ پاتې نشو.
د اکتوبر ۳۰مه په ټولې نړۍ کې د نجونو د نظافت نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کیږي. دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کیږي چې لا هم د افغانو نجونو یوه لویه برخه ډیر ابتدایي خدمات لکه د څښاک پاک اوبې او کافي تشنابونه نلري.
رولا غنيوویل:"د نجونو لپاره په ځوانۍ کې حفظ الصحه او مناسب خوراک ډیر مهم دي. دا له دوی سره مرسته کوي چې له خپلو وړتیاوو پوره ګټه پورته کړي او د ډیرو ابتدایي روغتیایي ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړي. "
له بلې خوا د ښوونې وزیر محمد میرویس بلخي په دغو مراسمو کې چې د (عمل وخت دی) تر عنوان لاندې جوړ شوي وو نجونو ته د حفظ الصحې ډيرو ابتدایي اسانتیاوو برابرول اړین وبلل او ویې ویل چې نجونې نباید د دغو اسانتیاوو د نه شتون له کبله له زده کړو محرومې شي.
دغه لمانځغونډه ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونسف)له خوا جوړه شوې وه. د یونسف اداره وایي چې د نجونو د میاشتني عادت په وخت کې د پاکوالي په اړه د معلوماتو کموالۍ دغه نجونې د عصبي او رواني فشار سره مخ کوي.
دغه اداره وایي چې ‎په ۱۰۱۹ کال کې یې د حیض او پاکوالي په اړه له ۱۰۰ زرو څخه ډیرې رسالې په ۲۲ ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۵۰ ښوونځیو کې ویشلې دي چې په دري او پښتو ژبو لیکل شوې وې.
په افغانستان کې د یونسف ادارې رئیس، ډاکټر ابوبکر کامپو وایي چې هره نجلۍ باید د حیض او پاکوالي په اړه پوره معلومات ولري او دغې پروسې ته د یو نورمالې بیولوژیکي پروسې په سترګه وګوري.
هغه زیاته کړه د میاشتني عادت په اړه معلومات درلودل او پرې ښه پوهیدل د نجونو په ځان اعتماد زیاتوي.
د یونسف ادارې لخوا وړاندې شوي معلومات ښيي چې په افغانستان کې له ۷۰ سلنه څخه ډیرې نجونې ددې ویرې چې شنډې (عقیمې) نه شي، د حیض په دوره کې ځانونه نه مینځي. همداراز ۲۹ سلنه نجوني ویلي چې د میاشتنۍ بیمارۍ پر وخت ښوونځي ته نه ځي.
په داسې حال کې چې شاوخوا ۸۰ سلنه نجونو ته د حیض پر مهال ټولنیزو مراسمو لکه واده او جنازې کې د برخې اخیستلو اجازه نه ورکول کیږي.
همداراز ددغو نجونو ۵۰ سلنه یې د لومړي ځل بیماریدو پر مهال له دغې بیولوژیکي پروسې په اړه هیڅ معلومات نه درلودل.
 


د مطلب کود: 194353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194353/ښونځیو-کې-د-نجونو-لویې-ستونزې-تشنابونو-کموالی-او-حیض

آوا
  https://www.avapress.com